د اوربند له هوکړې سره، سره پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۷۸ تنه لبنانیان وژل شوي دي.
له دې سره په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.
د لبنان پوځ اسراییلي ځواکونه د اوربند له هوکړې څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
دارنګه اسراییل هم لبنان د اوربند په سرغړونې تورن کړی دی.
د اسراییل پوځ د لبنان په سوېل کې د حزب الله پر اډو بریدونه کړي، چې له امله یې تر ۷۰ زیات لبنانیان وژل شوي او ۲۶۶ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې اسراییلي پوځ د لبنان په سوېل کې د شپې لهخوا ګرځبندیز لګولی دی.
له بلې خوا د یمن حوثي اورپکو خبر ورکړی، چې پر اسراییل به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او د امریکايي او برتانوي بېړیو د نښه کولو ادعا یې هم کړې ده.
هاخوا د اسراييل لومړي وزير نتنياهو له حزب الله سره تر اوربند وروسته په يوې مرکه کې ويلي، چې اسراييل په غزه کې اوربند ته چمتو دی؛ خو له حماس سره د جګړې ختمولو ته چمتو نه دی.
د امریکا په ملاتړ د اوربند د هوکړې له مخې به اسراییل په ۶۰ ورځو کې له سوېلي لبنان څخه خپل ځواکونه باسي.