د ترکیې سمندري ځواکونو شاوخوا ۵۰ تنه افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د هغه هېواد سمندري ځواکونو د چناق قلعه په سیمه کې ۴۹ تنه بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

د ترکي رسنیو په راپورونو کې راغلي، دغه کډوال هغه مهال ونیول شول چې هڅه یې کوله په «ناقانونه» دوګه له ترکیې څخه ووځي.
د ترکیې د اناتولي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) په خپاره شوي راپور کې ویلي، چې د نیول شویو کسانو په ډله ۱۳ تنه ماشومان هم شته.
د راپورونو له مخې، د دغو افغان کډوالو د نیولو عملیات د چناق قلعه ولایت د ابواجېک په سمندري غاړو کې ترسره شوي او ټول نیول شوي کډوال د ماشومانو سره یو ځای د بهرنیو وګړو د شړلو مرکز ته استول شوي دي.
د ترکیې پولیسو ویلي، چې په ټول هېواد کې د بې اسناده کډوالو د لټون چارې روانې دي او هوډمن دي چې ټول بې اسناده کډوال به نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې استوي.
د رسنیو د موندنو له هغې ډلې د پولټیکو او شپیګل ورځپانو د موندنو له مخې، افغان او د سوریې کډوال د کډوالو د شړلو په مرکز کې وهل شوي هم دي.
د ترکیې حکومت د کډوالو د شړلو په پنډغالو کې له هغوی سره د بد سلوک راپورونه او ادعاوې رد کړې دي.
ترکیه اروپا ته د کډوالو د تللو لپاره اصلي لاره بلل کېږي.

په کال ۱۴۰۰ کې کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، زرګونه افغانان په سختو او ستړو لارو ایران ته مخه کړه او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه ځانونه ترکیې ته ورسول. د دغو کډوالو له ډلې یو شمېر یې د لارو په اوږدو کې مړه شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو