د طالبانو د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان ته تللی دی

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

‏د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت لپاره د طآلبانو سرپرست وزیر نورجلال جلالي د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون په موخه جدې ښار ته رسېدلی دی.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د دغې ناستې اړوند د وزیرانو څلورمه ناسته کې ګډون وکړي.
لیکنه زیاتوي، چې په دغې ناسته کې به د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت د کموالي، ګټورې استفادې او په ګډه د دغې ننګونې څخه د وتلو په موخه بحثونه او خبرې اترې وشي.
د سعودي عربستان د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې دغه غونډه به د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ٤٠ روغتیا، چاپېریال ساتنې او کرنې وزیران او د نړۍوالو سازمانونو د مشرانو تر څنګ، د روغتیا نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د څارویو روغتیا نړۍوال سازمان مشران به په کې ګډون وکړي.
که څه چې طالبان لا تر اوسه د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ هیڅ یو هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د دغې ډلې سرپرستو وزیرانو او نورو چارواکو ته کله نا کله په نړۍوالو غونډو او ناستو کې بلنې ورکړل کېږي.

نور خبرونه

رادیو