طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنو ته د «زنا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې ولسي خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ډېرې کړې دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (لړم ۲۴مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار ولایت د غني خیلو او سره رود ولسوالیو ابتداییه محکمو د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنو ته د «زنا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د ننګرهار ولایت د غني خیلو او سره رود ولسوالیو ابتداییه محکمو په عام محضر کې پر ۱۱ تنو عملي شوه.
په خبرپاڼه کې د تورنو ښځې او نارینه وو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو د دوی له ډلې اوو تنو ته د مجرمینو اصطلاح کارولې، او له ۳۰ - ۳۹ دورې یې وهلي دي.
او د دې تر څنګ یې یوې ښځې او درېیو نارینه وو ته د متهمینو اصطلاح کارولې او ویلي یې دي چې څلور واړه یې ۳۹ ـ ۳۹ دورې وهلي دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورن کس ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.

نور خبرونه

رادیو