ډبلیو اېف پي: فرانسې د افغان ماشومانو او مېندو د ملاتړ لپاره ۳‌مېلیونه یورو مرسته وکړه

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د فرانسې حکومت په افغانستان کې د ښوونځیو د ماشومانو او مېندو د تغذیې لپاره د خپلو خوراکي مرستو د پروګرام له لارې ۳ مېلیونه یورو مرسته کړې.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان کې د لوږې کړکېچ مېندو او ماشومانو ته سخت زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فرانسې له لوري د اعلان شوې مرستې په مټ به په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو له ۱۵۰۰۰ څخه ډېرې نجونې او هلکان په ښوونځيو کې ورځني خواړه ترلاسه کړي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغې مرستې په مټ به له ۳۵۰۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو کورنۍ د غوړیو او سبو په ګډون د یوې میاشتې خوراکي بستو ترلاسه کولو ترڅنګ نږدې ۶۰ زره ماشومان او له لس زرو څخه ډېرې مېندواره یا شېدې ورکوونکې مېندې به هم ځانګړي تغذیه شوي خواړه ترلاسه کړي.
په خبرپاڼه کې د اروپا او فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو چارو مشرې سلینا ګرینیت-کاتالانو له قوله لیکل شوي، چې په افغانستان کې د ټولو کورنیو له درې پر څلورمې برخې خلک سم خواړه نه لري چې له امله یې دوی له خوارځواکۍ سره مخامخ شوي.
نوموړې زیاته کړې:« فرانسه د خوارځواکۍ په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي ځکه چې د ۲۰۲۵ په مارچ کې په پاریس کې د تغذیې د ودې لپاره د راتلونکې سرمشریزې کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي. موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او د اړتیا په وخت کې د مرستې وړاندیز کوو.»
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې سږکال د بودجې د کمښت له امله د خوړو نړۍوال پروګرام و نه توانېد، د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ۲ مېلیون مېرمنو او ماشومانو ته خواړه چمتو کړي او تېرکال، د مرستو کمبود د خوړو نړۍوال پروګرام دې ته اړ کړ چې ۱۰ مېلیونه خلک له خوراکي مرستو څخه بې برخې شي او له همدې امله د خوارځواکۍ کچه لوړه شوه او په ټولو ولایتونو کې خلک د خوارځواکۍ بېړنۍ کچې له خطر سره مخامخ شول.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په ټول هېواد کې له ۲۴۰۰ څخه زیاتو روغتیایي کلینیکونو سره همکاري کوي چې مېندواره او د شېدو ورکوونکو مېندو او د دوی پنځه کلنو ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي یا درملنې لپاره د خوړو خدمتونه وړاندې کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د دې تر څنګ په ځینو خورا ناامنه کورنیو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره، دغه پرورګرام هم د بېړنيو خوراکي توکو د وېشلو له لارې د مېندو او ماشومانو کورنیو ته ځانګړي تغذیه شوي خواړه وېشي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د فرانسې له لوري د دغه درې مېلیونه یورو په ګډون په ۲۰۲۴ کال کې د دغه هېواد د مرستو ونډه ۶ مېلیونه یورو ته ورسېده او فرانسه په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام لسم غوره مرسته کوونکی هېواد دی.

نور خبرونه

رادیو