ملګري ملتونه: افغانستان کې په عام محضر کې اعدامونه، له بشري حقونو د سرغړونو ښکاره بېلګه ده

۶ ورځې مخکې

ملګرو ملتونو په پکتيا ولايت کې د یو کس د اعدام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خلکو د سترګو په وړاندې اعدامونه له بشري حقونو د سرغړونې او د وضعیت د خرابېدو ښکاره بېلګه ده.

ملګرو ملتونو پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نن سبا په افغانستان کې د اعدام سزاوې مخ په ډېرېدو دي.
ملګرو ملتونو دا رنګه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د اعدام سزاوې ودروي.
د طالبانو سترې محکمې تېره ورځ خبر ورکړی و، چې په پکتیا ولایت کې یې هغه کس «قصاص» کړ چې د دوی په خبره د یوه طالب په وژلو تورن و.
دغه تورن کس ته د سزا ورکړې پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دغې ډلې د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم په هغې غونډې کې ګډون لاره.
له بل پلوه د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په پکتيا ولایت کې د طالبانو له‌خوا د یو کس قصاص غندلی او دغه ډول سزا يې له بشري حقونو سرغړونه یاده کړې.
نوموړي له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې دغه دول وحشتناکې سزاوې ودروي.
خو طالبان د دغو ټولو نېوکو سره، سره په دې خبره ټینګاري دي، چې دوی په دې توګه غواړي په افغانستان کې «اسلامي شریعت» پلی کړي.

نور خبرونه

رادیو