له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ژېړۍ، ميوند، شاولي کوټ، خاکرېز او بولدک ولسواليو کې د امربالمعروف محتسبان خلک او ځوانان په زور اړ باسي، چې د دوی په غونډو کې برخه واخلي.
سرچينې وايي، طالبان د ځوانانو د ټلیفون محرم انځورونه، ويډيوګانې او ډېټا ګوري.
سرچينو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امربالمعروف کارکوونکي په اونۍ کې درې ورځې د ولسواليو په جوماتونو کې خلکو ته د «خپل نوي قانون د پلیتابه او نصیحت» په نوم ناستې جوړ وي او له خلکو په جبري ډول په دغو غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وويل، چې په دې ناستو کې خلکو ته په «شریعت د ظاهري بڼې جوړولو، موسيقي نه اورېدو، او د طالبانو د اطاعت او همکارۍ» سپارښتنې کیږي.
د احمدالله په نوم د خاکريز ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي، چې د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو زياتې خبرې او سپارښتنې له «عقدو او پيغورونو» ډکې وي.
نوموړی زياتوي: « طالبان په جوماتونو کې پیغورونه راکوي، چې مسلمانان شئ، ځانونه پر شریعت برابر کړئ، لمونځ پر وخت کوئ او زموږ لارښوونې ومنئ.»
د همدې ولسواليو یو شمېر کسان د طالبانو د همدې ډلې له خوا د ټلیفونونو د شخصي ډېټا له کتلو او سخت چلنده هم شکایت کوي.
دوی وايي، « کله چې طالبان د ځوانانو یوه ډله وويني ټلیفونونه یې ګوري. کله چې سندرې او ويډيوګانې په ټیلیفون کې پيدا کړي د یوې ورځي لپاره هغه کس بندي کوي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد واک ته د رسېدو په لومړيو مياشتو کې ويلي و، چې هيڅوک حق نه لري د چا شخصي ټیلیفونونه او محرم شیان وپلټي.
د همدې اونۍ د سې شنبې په ورځ د طالبانو د امربالمعروف، اطلاعاتو فرهنګ، استخباراتو او مخابراتو وزارتونو استازو، د سویلي حوزې پنځو واليانو او ګڼو طالب مسوولانو په کندهار کې د يوې غونډي پرمهال د «امربالمعروف د نوي قانون» د ښې پلیتابه په موخه غونډه تر سره کړه.
په غونډه کې ټينګار شوی، چې ټول بايد همدا قانون او شریعت پر ځان او خلکو پلی کړي.