طالبانو له "امارت پېژندنې" وروسته له 'غرب سره فکري جګړې' کتاب لړۍ پیل کړې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۴

د طالبانو حکومت له امارت پېژندنې کتاب وروسته چې لومړی د ازموینو او سیالیو په بڼه پر ځوانانو لوستل کېده، اوس له "غرب سره فکري جګړې" کتاب لړۍ پیل کړې ده.

د امارت پېژندنې کتاب د ازموینو او سیالیو له پړاو وروسته اوس په ښوونځیو کې په اجباري ډول په زده کوونکو لوستل کیږي.

د چارشنبې په ورځ د طالبانو د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو چارو امريت د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې په انګړ کې له (غرب سره فکري جګړې) سيالۍ پایلې، چې ۲۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و، اعلان کړې.

‏د پايلو د اعلان په غونډه کې د پنجشېر لپاره ددې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وویل چې "فکري جګړه تر نظامي جګړې ډېره خطرناکه ده، ځکه لوېدیځ له دې لارې زموږ د ځوانانو فکرونه خرابوي".

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وینا، نوموړي په دې غونډه کې له ځوانانو وغوښتل، چې له "لویدیزو افکارو "سره مبارزه وکړي.

‏غونډې ته د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې رییس مولوي مصطفی ابوسعید وویل چې "فکري جګړه د باورونو ماتول، د ارزښتونو بدلول او له اسلام څخه د لرې کولو هڅه ده".

طالبانو د امارت پېژندنې کتاب د پیل پروسې په څېر د دې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو لپټاپ کمپيوټر او دویم مقام ګټونکي ته موبایل د جایزې په توګه ور کړي دي.

ددې غونډې په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې ځینو ځوانانو خپل مخونه پټ کړي او ظاهرا داسې برېښي چې نه غواړي په غونډه کې یې د ګډون انځورونه خپاره شي.

د شنونکو په باور، طالبان په تدریج سره غواړي دغه کتاب هم د امارت پېژندنې د کتاب په څېر د پوهنې وزارت چوکاټ ته داخل کړي.

نور خبرونه

رادیو