د اسراییل لومړي وزیر د ایران د تېلو پر تاسیساتو د برید ګواښ وکړ

۵ ورځې مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران د تېلو پر تاسیساتو د برید ګواښ کړی.
نوموړي په خپله یوه وینا کې ویلي، چې د ایران له‌خوا له برید وروسته اسراییل کولی شي د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید وکړي.

د نتنیاهو دغه څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې، چې د اسراییل ولسمشر امریکا ته په سفر دی او تمه کېږي چې هلته به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.
د اسراييلي رسنیو د مالوماتو له مخې، نتنياهو په خپل بيان كې ويلي چې پر اسرایيل د ايران له‌خوا يو بل بريد به د ايرانيانو په زیان وي.
نتنیاهو ګواښ کړی، چې که اسراییل د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید وکړي؛ نو ایران به سخت اقتصادي زیان وویني.
له بلې خوا اسرایيلي پوځ په لبنان کې د حزب الله د مرکز بيت داحيې د تړلو امر کړى دى.
دا رنګه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۲۱ نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو