د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له منع کېدو سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دا پرېکړه د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل نه کېږي.
سرچینو د مجاهد له قوله افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبان د رسنیو د بندېدو اړوند د هېڅ کومې پرېکړې پلان نه لري.»
د طالبانو د امربالمعروف قانون د اوولسمې مادې د اجرا کېدو په اړه د اندېښنو په زیاتېدو سره، د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو ادارو مسوولانو د چهارشنبې په ورځ له ذبیح الله مجاهد سره په کابل کې وکتل.
د دې ناستې یوه ګډون کوونکي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د رسنیو مسوولان د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د منع کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او پر دې پرېکړې د بیا کتنې غوښتونکی شو.
د سرچینې په خبره، ښاغلي مجاهد د رسنیو مسوولانو ته ډاډ ورکړ، چې «د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو منع کېدل به د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل نه شي.»
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې ذبیح الله مجاهد د رسنیو مسوولانو ته ډاډ ورکړی، چې «طالبان د اسلام په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادو فعالیتونو ته ژمن دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دغو ادعاوو سره - سره د دغې ډلې د سیاستونو څو نیوکه کوونکي کارپوهان نیولي دي.
یاده ډله ډطری وخت نیوکې د ملي ګټو په خلاف بولي.
د طالبانو ویاند همداراز زیاته کړه، چې اطلاعاتو د رسیدګۍ په برخه کې به د رسنیو ستونزې حل شي.
د یادولو ده، چې ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې د رسنیو او د خبریالانو د ملاتړو اداروله مسوولانو سره خبرې کړي، چې یادې ډلې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې هم په دولتي ادارو کې پر ویډيویي مرکو او د انځورونو په خپرولو بندیز ولګاوه.
که څه هم په کابل کې تر اوسه تصویري رسنۍ فعالې دي، خو طالبانو د تصویري رسنیو بندیزونه له ولایتونو پیل کړي او تر اوسه د هېواد په پنځو ولایتونو کې ټلویزیونونه او د انځورونو خپرول منع شوي دي.