د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار ولایت کې پر انځورونو او ویډيویي مرکو د طالبانو پر نویو بندیزونو د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو پر کاري بهیر د دې پرېکړې د پایلو خبرداری ورکړ.
یاد مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې پر رسنیو د نویو محدودیتونو وضع کېدل د رسنیو ستونزې لا پسې زیاتوي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دغه محدودیتونه چې ګام په ګام ټولو ولایتونو ته غځېږي، په ښکاره توګه د رسنیو د ازادۍ د اخیستو او ځپلو ښکارندویي کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه څخه غواړي، چې په دې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.»
یاد مرکز تر هغه وروسته د افغانستان د رسنیو او د بیان د ازادۍ پر وضعیت اندېښنه وښوده، چې د ننګرهار ولایت چارواکو د یو شفاهي امر له مخې خپل رییسان او مامورین له انځور اخیستو او رسنیو سره له ویډيویي مرکو منع کړي دي.
طالبانو دغه پرېکړه د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د امر پر ځای کولو لپاره په یوه نظامي ناسته کې کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې طالبانو په دې وروستیو کې په پنځو ولایتونو کې پر انځورونو او تصویري رسنیو بندیزونه لګولي دي.
یادې ډلې تر ننګرهار مخکې په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې هم د تصویري رسنیو پر فعالیتونو او د ساکښو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي و.
ځینو خبریالانو په ننګرهار کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست تېره ورځ سیمه ییزو رسنیو ته د انځور اخیستو او د هغو د خپرولو او له سیمه ییزو مسوولینو سره د ویډیویي مرکو د منع کولو دستور ورکړی دی.
د افغانستان پر رسنیو د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه ددې لامل شوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د لسګونو رسنیو فعالیتونه بند او سلګونه خبریالان وزګاره او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر ټولو ډېر محدودیتونه د رسنیو په چارو وضع شوې وې، خو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده بیا د ۱۴۰۲ کال د کب په مياشت کې په کندهار کې چارواکو ته شفاهي امر کړی و، چې له رسنیو سره ویډیويي مرکې نشي کولی.
دغه پرېکړه تر کندهار ولایت وروسته نورو ولایتونو ته هم غځېدلې، چې د رسنیو او د رسنیو د ملاتړو ادارو له پراخو اندېښنو او غبرګونونو سره مخ شوې ده.