طالبان له هالنډي پانګوالو سره د کانونو په برخه کې پر پانګونې غږېدلي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هالنډي پانګوالو لېوالتيا ښودلې، چې په افغانستان کې د نفت، ګاز او انرژۍ د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونې وکړي.

د نړۍ د ډېرو هېوادونو سوداګر له طالبانو سره په لومړيو ليدنو کې تر ډېره د کانونو اړوند خبرې کوي.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳ مه) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې هالنډي سوداګرو له طالب وزير هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د نفت او ګازو په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړې.

په اعلاميه کې راغلي: « د هالنډ پانګوال د افغانستان د نفت او ګازو د اکتشاف، استخراج او له هغو څخه د انرژۍ د تولید، د نفتو د پروسس د معیاري کارخونې د جوړولو په برخو کې لېواله دي.»

طالب وزير بدري پانګوالو ته ويلي، چې د دوی د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې په زمینې برابرولو کې همکاري کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړۍ د ډېرو هېوادونو استازي او پانګوال له طالبانو سره په خپلو لومړيو او تعقيبي ليدنو کې د کانونو اړوند ناستې کوي.

طالبانو د افغانستان کانونو، د کانونو استخراج او له بهرنیو شرکتونو سره قراردادونو ته پاملرنه ډ‌ېره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو