اتو نړۍوالو سازمانونو د سې شنبه په ورځ وویل، چې اسراییل غزې ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې د امریکا شرطونه تر پښو لاندې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، چې اسراییل د دوی شرطونه نقض کړي نه دي او دې هېواد ته پوځي مرستې نه محدود کېږي.
دغو سازمانونو په یوې ګډه بیانیه کې خبرداری ورکړی، چې اسراییل د امریکا د غوښتنو او خبرداریو برخلاف غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې شرایط بدتره کړي دي.
د اکسفام او د ماشومانومانو د ژغورنې صندوق په څېر سازمانونو ویلي: «د جګړو له پیل راهیسې په غزه کې انساني وضعیت اوسمهال تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.»
دوی دغه راز خبرداری ورکړ، چې ان د تېرې میاشتې په پرتله په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن شوی دی او له امریکا یې وغوښتل، څو ارزونه وکړي چې اسراییل خپلې ژمنې نقض کړي دي او که نه.
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د جو بایډن حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې اسراییل اوسمهال غزې ته د مرستو د رسولو خنډ نه ګرځي او د امریکا قوانین یې نقض کړي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد دفاع وزیر لویډ اسټين د اکټوبر په ۱۳مه د یوه لیک په ترڅ کې خپلو اسراییلي سیالانو ته د مشخصو اقداماتو نوملړ وړاندې کړ، ترڅو اسراییل په راتلونکو ۳۰ ورځو کې په غزه کې انساني وضعیت ته د رسېدو په برخه کې ترسره کړي.
دوی په لیک کې ویلي و، چې که یاد اقدامات ترسره نه شي نو ښایي له اسراییل سره د متحده ایالاتو د پوځي مرستو په احتمالي پایلو اغېزې ولري.
د امریکا د قوانینو پربنسټ، واشنګټن پر هغو دولتونو چې د متحده ایالاتو بشردوستانه مرستې محدودوي، خپل پوځي او امنیتي مرستې بندوي.
د یادولو ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱،۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.