د برېتانیا د کلیسا مسوول په کلیسا کې له جنسي ځورونو د سترګې پټونې له امله استعفا ته اړ شو

۴ ورځې مخکې

د برېتانیا د کلیسا مسوول جسټين ولبي د سې شنبه په ورځ په کلیسا کې د جنسي ځورونو په اړه پولیسو ته د راپور نه ورکولو په اړه د خپلواکو څېړنو د پایلو تر افشا وروسته استعفا وکړه.

ولبي وویل: «استعفا یې د برېتانیا د کلیسا په ګټه ده.»

نوموړي د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه استعفا وکړه، چې د مشهور مسیحي وکیل او فعال جان سمېټ په اړه یې د څېړنو پایلې خپرې کړې.

د څېړنو له مخې، جان سمېټ د ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۱۸ د هغه تر مړینې پورې، په برېتانیا کې شاوخوا ۳۰ ځوان هلکان او سړي او په افریقا کې یې ۸۵ د جنسي، رواني او فزیکي ځورونې او ۸۵ کسان یې په افریقا کې جنسي، رواني او فزیکي ځورولي دي.

وروسته له هغه چې راپور خپور شو، ولبي په پیل کې د مسوولیت منلو څخه ډډه وکړه، مګر د عامه فشار په پایله کې هغه استعفا ته اړ کړ.

ولبي په یوه رسمي بیانیه کې وویل، چې هغه باید د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د دې اوږدې او زیان رسونکې مودې لپاره شخصي او اداري مسوولیت په غاړه واخلي.

څېړنو څرګنده کړه، چې ولبي د ۲۰۱۳ کال په اګسټ کې د برېتانیا د کلیسا د مشر په توګه د ټاکل کېدو په لومړیو کې د سمېټ له ناوړه چلند څخه خبر شوی و ، مګر پولیسو ته یې راپور نه و ورکړي.

د څېړونکو په وینا، که دا مساله په هغه وخت کې چارواکو ته رسول شوي وای، د سمېټ له خوا د نورو ځورونو مخه نیول کېدای شوای.

ولبي ویلي، هغه دا غلط باور درلود چې پولیس لا دمخه په دې قضیه کار کوي، د همدې له امله یې دا قضیه شخصي نه ده تعقیب کړې.

هغه د قضیې له پامه غورځولو برخه کې خپل مسوولیت منلی دی.

د کلیسا ځینو مشرانو چې استعفاوې کړي.

ډیری قربانیانو په ځانګړې توګه اندرو مورس چې د سمېټ له خوا ځورول شوی و، په کلکه د ولبي د استعفا غوښتنه وکړه.

د ولبي له استعفا مخکې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې مورس وویل، چې دا اقدام د کلیسا لپاره یو فرصت دی، چې په داخلي توګه د جنسي ځورونو د تاریخي قضیو سره د معاملې له امله رامنځته شوی زیان جبران کړي.

بل خوا، د ولبي ځیني ملاتړي په دې باور دي، چې هغه باید د کلیسا د کلتور د بدلون د هڅو لپاره باید پر خپل ځای پاتې وای.

نور خبرونه

رادیو