له ننګرهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ولایت چارواکو د یو شفاهي امر له مخې خپل رییسان او مامورین له عکس اخستلو او خپرولو منع کړي.
د سرچينې په خبره، طالبانو دغه پرېکړه د خپل مشر هبت الله د امر پر ځای کولو لپاره په یوه نظامي ناسته کې کړې.
له ننګرهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چارشنبې په ورځ وویل، چې د دغه ولایت د طالبانو مرستيال والي عزیزالله مصطفی د ادارو ټولو مسوولانو ته په ليږلي شفاهي پیغام کې ويلي، چې له دې وروسته عکس اخستل او خپرول منع دي.
افغانستان انټرنشنل د ننګرهار د مرستیال والي هغه پیغام چې خپلو کارمندانو ته يې لېږلی، هم ترلاسه کړی دی.
عزیزالله مصطفی له ټولو مامورینو غوښتي، چې خپل راپورونه له «روح لرونکو انځورونو» پرته په ليکلې بڼه د خپلو ادارو له لوګو یا لوحو سره خپاره کړي.
نوموړي ویلي، چې له رسنيو سره د تصويري مرکو پر ځای دې یوازې غږیزې مرکې تر سره شي.
په دغه پيغام کې د ادارو مسوولانو ته ویل شوي چې «د مشرتابه د حکم او د امربالمعروف قانون له مخې د ذيروح عکسونه اخستل او خپرول منع دي او له دې وروسته تاسو ته خبر در کړل شو، چې د ذيروح اشياوو له عکس اخستلو او خپرولو ډډه وکړئ.»
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۲ کال د کب په مياشت کې په کندهار کې چارواکو ته شفاهي امر کړی و، چې له رسنیو سره ویډیويي مرکې نشي کولی.
د طالبانو له بنسټګر ملا عمر نیولې تر ملا اختر محمد منصور او اوسني مشر ملا هبت الله پورې، په رسنیو کې د درې واړو یوازې یو انځور خپریږي او هیڅ ویډیويي مرکې نه لري.
د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې تلویزیوني خپرونې بندې وې او یوازې د ضرورت له مخې خلکو ته د انځور اخستو اجازه وه.