په ګلګېت کې د یو بس چپه کېدو په پېښه کې ۲۶ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳

د پاکستان په ګلګیت کې د واده د مراسمو د بس د اوښتو په پېښه کې د زوم په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي دي.
په دغه بس کې ټول ۲۷ کسان سپاره وو.

دغه بس چې چکوال ته یې د یوه واده مېلمانه لېږدول، د تالیچي پله څخه اوښتی او سیند ته لوېدلی دی.
په دغې پېښه کې د زوم مور هم مړه شوې؛ خو یوازې ناوې په کې ژوندۍ پاتې ده.
ټپي شوې ناوې روغتون ته لېږدول شوې ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ګلګېت کې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې له غمجنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې دغو خلکو ته مرستې ورسول شي.
له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پنجاب سر وزیرې مریم نواز هم په دې غمجنه پېښه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

نور خبرونه

رادیو