پېښور پولیس وايي، چې د دغه ښار په متنو سیمه کې د خان زاده په نوم یو کس چې ناڅرګندو کسانو دوه ورځې وړاندې تښتولی و، نن یې مړی موندل شوی چې لومړی په ډزو ویشتل شوی بیا سر ترې غوڅ شوی.
ټانګ کې یو کس بیا په ډزو وژل شوی.
پېښور کې پولیسو نن چهارشنبه د (لړم ۲۳مه) رسنیو ته ويلي، چې د دغه ښار په متنو سیمه کې د خان زاده په نوم یو کس چې ناڅرګندو کسانو دوه ورځې وړاندې تښتولی و، نن یې مړی موندل شوی چې لومړی په ډزو ویشتل شوی بیا سر ترې غوڅ شوی.
د کورنۍ غړو یې پولیسو ته ویلي، چې هیچا سره شخصي دښمني نه لري.
په یوه بل خبر کې د خیبرپښتونخوا ټانګ ولسوالۍ په مرغې کالوني سیمه کې وسله والو د ایف سي ملیشو یو عسکر په ډزو وژلی.
تر اوسه پورې د دغو دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.
دغه دواړه پېښې داسې مهال شوې چې د همدې پښتونخوا ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې وسله والو د پولیسو یو مامور تښتولی او نا معلوم لوري ته یې وړی.
پولیس وايي، په دې اړه یې پلټنې روانې دي، او که یې سیمه معلومه شوه عملیات به پرې وکړي.
په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې وژنې، تښتونې او جګړې تر پخوا ډیرې شوې، چې ډیره مرګ ژوبله په کې ولسي خلکو ته اوړي.