امیر خان متقي: تېرو شلو کالو کې د افغانستان اقتصادي پالیسیو خلک “خیرات خواره” روږدي کړي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي، چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان اقتصاد پړسېدلی و او اقتصادي پالیسیو د افغانستان خلک “خیرات خوره” روږدي کړي وو.
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د وړو تمویلوونکو ملي کنفرانس ته کولې.

طالب لوړ پوړو چارواکو نن چهار شنبه د (لړم ۲۲مه) په کابل کې د وړو تمویلوونکو د ملي کنفرانس پرانېسته وکړه.
په دغه کنفرانس کې د طالب چارواکو ترڅنګ د یو شمېر بهرنیو ادارو استازو هم ګډون درلود.
طالب چارواکو د دغه کنفرانس له لارې پر نړۍوالو هېوادونو او د افغانستان پر سوداګرو غږ وکړ، چې بې وزلو، بزګرانو او وړو کاروباریانو سره همکاري وکړي.
د دغه کنفرانس پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل، چې تېر شل کاله د افغانستان اقتصاد جنګي بڼه لرله.
نوموړی ادعا کوي، چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان اقتصاد پړسېدلی و او د هغو پالیسیو له امله یې د افغانسان خلک خیرات خواره اموخته کړل.
همدارنګه نوموړی ادعا کوي، په تېر شلو کالو کې مو نه دي لیدلي چې نوې فابریکه او یا نوی روغتون دې جوړ شوی وي.
ښاغلی متقي پر هېوادونو غږ کوي، چې خپلې اقتصادي او تخنیکي تجربې دې ورسره شریکې کړي او د کرنې، صنعت، وړو تمویلوونکو او ټنکالوژی په برخه کې دې ورسره تجربې شریکې کړي.
نوموړي وویل:« د طالبانو پالیسي اقتصاد محوره ده او هر څوک چې دلته پانګه اچونه کوي دروازې ورته خلاصې دي او زموږ د قانون په چوکاټ کې دې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.»
پر همدغه مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر وايي، د دغه کنفرانس له لارې به له ګڼو کسانو سره مرسته کېږي او ورسره به د وزګارتیا کچه راټیټه شي.
که څه هم چې طالب چارواکي تل په هېواد کې د بې‌وزلۍ د لوړې کچې، په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو اخته کېدل او د کاري فرصتونو د نشتوالي پړه اړه پر تېر پرځېدلي حکومت اچوي؛ خو پر افغانستان د یادې ډلې په حاکمېدو سره شاوخوا اته مېلیونه کسان کډوال شوي او هره ورځ سلګونه کسان د بې‌کارۍ او ټولنیزو حقونو د نشتوالي له امله پر نا قانونه لارو له هېواده تېښتې ته اړ کېږي.

نور خبرونه

رادیو