د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په لبنان کې ماشومان د روانې جګړې له امله سختې رواني صدمې لیدلې او له وېرې او ترهې سره مخامخ شوي دي.
د روانې جګړې دوام به د کلونو لپاره د ماشومانو او کورنیو لپاره رواني کړکېچ لا پسې زیات کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روانې جګړي د دوام له امله په لبنان کې ماشومان له رواني ستونزو، وېرې او ډار سره مخامخ دي.
دغې ادارې ویلي، چې په لبنان کې جګړه پر ماشومانو او زیان منونکو ټولنو ناوړه اغېزه کړې ده.
دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روانې جګړې څخه مخکې هم په لبنان کې ډېرې کورنۍ د نه ستړي کېدونکو بحرانونو سره مخ وې او د اقتصادي سقوط ترڅنګ په کې د بې وزلۍ کچه هم لوړه وه.
په راپور کې ویل شوي، چې اوس، روان تاوتریخوالي د ماشومانو ژوند نور هم خراب کړی او په ډېرو برخو کې یې په ماشومانو کې سخت فزیکي ټپونه او ژور احساساتي زخمونه را منځته کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، د روانې جګړې له امله په سلګونه ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي، په سلګونه زره بې ځایه شوي او بې شمېره نور له خطر سره مخامخ دي.
راپور زیاته کړې، چې زرګونه ماشومان او کورنۍ یې اوس په کوڅو او یا په ورانو ویجاړو کې ژوند کوي.
همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې ډېری یې د اړتیا وړ توکو پرته له خپلو کورونو تښتېدلي او هر ساعت بشري وضعیت مخ پر خرابېدو دی.
یونېسف وايي، د شخړې په ډېرېدو سره د خلکو رواني زیانونه په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ مخ په ډېرېدو دي.
دوی وايي، په لبنان کې نږدې هر ماشوم په یو نه یو ډول اغېزمن شوی او ډېری ماشومان د بمباریو قربانیان شوي، د کورنۍ له غړو لرې شوي او له زدهکړو هم بې برخې شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د دوامداره بمباریو له امله اړین خدمتونه ګډوډ شوي او ماشومان د روغتیايي خطر سره مخ دي.
دوی وايي، اوس هلته ډېری ماشومان د کولرا، زیړي او اسهال په ناروغیو اخته شوي دي.
د دغه راپور په وروستی برخه کې ویل شوي، چې دا جګړه په لبنان کې د لسګونو زرو کورنیو لپاره د لا دمخه نازک وضعیت په سر کې راځي.
د راپور له مخې، دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د بیروت د لوی بندر چاودنې، کویډ ۱۹ وبا او د سر پر سر د پنځو کلونو راهیسې د اقتصادي سقوط بحرانونو هم سخت ځپلی دی.