د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت بیا په دغه هیواد کې د «قتل او نشهيي توکو د قاچاق» په تور څلور تنه په دار وځړول.
ایراني حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون سلګونه کسان اعدام کړي.
د هنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت بیا په دغه هیواد کې د «قتل او نشهيي توکو د قاچاق» په تور څلور تنه په دار وځړول.
دغه سازمان وايي، چې د ایران حکومت د (لړم ۲۳ مه) د دغه هیواد په یاسوج زندان کې د سامان کریمي په نوم یو ۲۵ کلن کس چې د بهمايي ښار اوسېدونکى و د «قصدي قتل» په تور په سزا محکوم شوی و اعدام کړ.
د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه بل خبر کې وايي، چې د دغه هیواد کرج په قزل حصار زندان کې درې نور بندیان اعدام شول.
دغه سازمان وايي، چې نن چهارشنبه د لړم په ۲۳مه د هغو درې تنو بندیانو د اعدام حکم چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوي وو، د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شول.
د دغو بندیانو هویت د حمزه ترکشوند، جعفر راهسپر او د بل کس هویت تر اوسه پورې نه دی څرګند شوی. خو سازمان دا نه دي ویلي چې د کوم ځای اوسیدونکي دي.
تر اوسه پورې د دغو کسانو د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یادولو وړ ده چې د احمد علیزاده په نوم یو زندانی چې د «قصدي قتل» په تور په اعدام محکوم شوی و، د اعدام د سزا د عملي کولو لپاره د کرج د قزل حصار زندان ته د دویم ځل اعدام کولو په موخه لیږدول شوی.
دغه بندي روان کال يو ځل په دار ځړول شوی و خو په دغه سزا کې ژوندی پاتې شوی و او اوس د دویم ځل لپاره پرې د اعدام حکم صادر شوی.
په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.
د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.