د اوکراین ولسمشر وايي، چې د روسیې پوځ د چارشنبې په سهار (د لړم ۲۳ مه) د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د بالستیک او کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.
ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د اوکراین پوځ د روسیې بریدونه شنډ کړي.
ولاديمير زېلېنسکی په خپل دې ياداشت کې ليکلي، چې د روسيې ۹۰ بې پيلوټه الوتکو پر اوکراین بريدونه کړي.
هغه د اوکراین ملاتړو ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې دا مهمه ده چې د هغه د هیواد پوځ د «روسیې ترهګرۍ» په وړاندې د دفاع لپاره اړین تجهیزات ولري.
د اوکرایین پوځ وايي، دا په تېرو دوو میاشتو کې د روسیې لومړنی توغندیز برید دی.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د روسي ځواکونو د ملاتړ لپاره کرسک سیمې ته تر لس زره زیات پوځیان استولي دي.
د دغه راپور له مخې، د شمالي کوریا ځواکونه د کرسک په لوېدیځ کې ځای پر ځای شوي او له روسي ځواکونو سره د روزنې او پوځي تمرینونو په حال کې دي.
په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان اعلان وکړ، چې جوبایډن به له ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین د جګړې او په اروپا، اسیا او منځني ختیځ کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
په راتلونکو ۷۰ ورځو کې بایډن به هڅه وکړي چې کانګرس او راتلونکې ادارې ته قناعت ورکړي، چې له اوکراینه د ملاتړه لاس اخیستل به په اروپا کې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي.