د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په پکتیا یې هغه کس «قصاص» کړ چې د دوی په خبره د یوه طالب په وژلو تورن و.
تېره ورځ د پکتیا طالب چارواکو ویلي و، چې د یوه طالب د وژلو په تور یو کس ته په عام محضر کې سزا ورکوي.
طالبان قصاص هغې سزا ته وايي، چې د ورته عمل په وړاندې دې له مقابل لوري غچ واخیستل شي.
پکتیا کې تورن کس ته د سزا ورکړې پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دغې ډلې د کډوالو وزارت وزیر خلیل الرحمان حقاني په دغې غونډې کې ګډون درلود.
د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه د (لړم ۲۳مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې درې ګونو محکمو هغه کس ته د دغه ولایت په فوټبال لوبغالي کې د خلکو د سترګو په وړاندې د قصاص سزا ورکړې چې د دوی په خبره د یوه طالب د وژلو په تور یې نیولی و.
په خبرپاڼه کې د دغه په سزا رسیدلي کس هویت محمد ایاز اسد یاد شوی او ويل شوي چې دی د پکتیا د مرزکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او اوس په ګزدیز کې اوسیده.
د قصاص شوي کورنۍ غړو تېره ورځ رسنیو ته ویلي وو، چې محمد ایاز له ځانه د دفاع په پار هغه طالب وژلی و چې اوس یې په بدل کې دغه کس ته د قصاص سزا ورکړل شوه.
د ډیریو افغانانو نیوکې دي چې طالبان په عام محضر کې یوازې ولسي خلکو ته تعزیري او د قصاص سزاګانې ورکوي او خپل کسان یې چې د نورو خلکو په وژلو، زنا، غلا او فساد تورن دي ژوندي او له سزا ورکړې پرته ګرځي.
د طالبانو د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر عتیق الله دروېش څه موده مخکې وویل، چې دغې ډلې واک ته له رسیدو راهیسې په افغانستان کې پنځه تنه اعدام کړي دي.
دروېش دغه راز ویلي و، چې د طالبانو محکومو شاوخوا ۳۰ نور د اعدام حکمونه هم صادر کړي او اوس دا حکمونه د طالبانو د مشر وروستي تصویب ته په تمه دي.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.