د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۰۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
دغه اژانس د سې شنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تازه راستنو شویو کډوالو له ډلې ۱۱ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۶۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې.
دغه اژانس زیاته کړې، ۱۷ کورنۍ یې خپلو اصلې سیمو ته لېږدولي او په سلګونو کورنیو یې د کډوالو وزارت او مرستندویه ادارو له لوري مرستې وېشلې دي.
که څه هم طالبانو نه دې ویلي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که د یادو هېوادونو له لوري په زور راستنې شوې؛ خو څه د پاسه یو کال راهیسي، پاکستان او ایران افغان کډوال په زور او جبر بېرته افغانستان ته ستنوي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.