افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر د ټرمپ د امنیت شورا سلاکار ټاکل شوی

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

وال سټريت ژورنال ويلي، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی.
والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارد کې دنده ترسره کړې او له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.

مایک والټز په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.
والټز د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د امریکا په حکومت کې یو پیاوړی چارواکی وي، چې په امریکا کې د ډېرو لوړ پوړو دولتي چارواکو برعکس د هغه ټاکل د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا نه لري.
د تېر کال په سلواغې میاشت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی و، هغه ویلي و چې طالبان د القاعدې او داعش په ځپلو کې بریالي شوي، چې ښاغلي والټز پرې نیوکه وکړه او ویې وویل: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناک او لویه تېروتنه ده.»
مایک والتز دا مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی او د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی دی.


۵۰ کلن مایک والټز خپلې پوځي او سیاسي تجربې په خپل یوه کتاب «جنګي ډیپلوماټ: له واشنګټن څخه تر افغانستان پورې د شین خولي سرتیري جګړې» کې خپرې کړې دي.
والټز له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې کوي او دغه بهیر یې «شرموونکی» بللی دی.
هغه د تیر کال په مئ میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته دا هم وویل چې طالبان د پخوانیو افغان سرتیرو وژلو او ځورولو ته دوام ورکوي.
دغه امریکايي چارواکي د تېر کال په وږي میاشت کې فاکس نیوز ته ویلي و چې په افغانستان کې القاعده د طالبانو د حکومت او د امریکا د تجهیزاتو په مرسته یو ځل بیا را ژوندۍ شوې او د «بن لادن خوب» یې پوره کړ.
مايک والټز زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راستانه شي.

نور خبرونه

رادیو