حنفي: کفار اوس اسلامي نظام او امر بالمعروف قانون پسې منفي تبلیغات کوي، دا تبلیغات ناکام دي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر وایي؛ کفار د اسلامي نظام او د امربالمعروف قانون پسې منفي تبلیغات کوي.

محمد خالد حنفي وایي: «کفار په اسلامي نظام او قوانینو پسې منفي تبلیغات کوي؛ خو د دوی دا تبلیغات ناکامه دي او لا به هم ناکامه شي.»

نوموړي دغه خبرې د امربالمعروف د قانون د ښه نافذولو اړوند غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه: «دلته کفارو یوازي فزیکي اشغال نه؛ بلکي فکري اشغال هم کړی وو؛ نو دا زموږ او ستاسو ټولو ګډ مسئولیت دی، چي د هېوادوالو ښه ذهن جوړونه وکړو».

نوموړي بیا دا روښانه کړې نه ده، چې له کفارو یې موخه څوک دي.

تر دې مخکې په کندهار کې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي د دغه قانون د پلیتابه لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.

د طالبانو سرچینو ویلي، چې ملا هبت الله په ځینو ولایتونو کې د امربالمعروف قانون د نه پلي کېدو له امله غوسه شوی او د یاد وزارت وزیر یې مکلف کړی، چې په ولایتونو وګرځي او سیمه ییزې ادارې د قانون پلیتابه ته اړ باسي.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز لیکلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د حج او اوقاف وزیر نور محمد ثاقب ویلي: «اسلامي نطام او شریعت نافذ دی، ازادي ده ولس ارامه ژوند کوي.»

نوموړي د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د ښه تطبیق په برخه کي د خلکو همکاري اړینه بللې ده.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کراتو ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.

نور خبرونه

رادیو