په افغانستان او پاکستان کې ۷۱ ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبه په ورځ وویل، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پولیو ۲۳ او په پاکستان کې ۴۸ پېښې ثبت شوې دي.

تېره اوونۍ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين هم د طالبانو له خوا له شاوخوا يوې نيمې مياشتې ځنډ وروسته د لړم په اوومه پيل شو، چې په ترڅ کې يې له پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان واکسين شول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو په اړه هره میاشت شمېرې وړاندې کوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، تېر کال د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

نور خبرونه

رادیو