د ترکیې پولیسو د ۱۸ ماشومانو په ګډون تر ۴۰ ډېر افغان کډوال ونیول

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د ترکیې پولیسو له خوا د بې اسناده کډوالو د نیولو او اېستلو په دوام د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۴۱ افغان کډوال په چاناک قلعه ښار کې ونیول.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دغه کډوال د ایواجیک په ساحل کې په یوه کښتۍ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د شمالي اژه سمندرګي ساحلي ګارډ د ایواجیک سیمې له ساحله په کښتۍ کې د افغان کډوالو یوه ډله نیولې ده.

دغه کډوال زندانونو ته لېږدول شوي او د هغوی د ایستلو بهیر پیل شوی دی.

د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې په ټول هیواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پیژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري.

د پولیټیکو او شپېګل په څېر د رسنیو وروستۍ موندنې ښیي، چې افغان او سوري کډوال په ترکیه کې د اخراج په مرکزونو کې وهل شوي او ځورول شوي دي.

د ترکیې حکومت په زندانونو کې د ناوړه چلند تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو