د بښنې نړۍوال سازمان: لاهم په افغانستان کې جنسیتي توپیر، ربړونه او خپلسرې نیونې دوام لري

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، له دریېو کالو په تېرېدو سره لاهم په افغانستان کې ‎له بشري حقونو پراخه سرغړونه روانه ده.

دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې لاهم په افغانستان کې جنسیتي توپیر، ربړونه، خپلسرې نیونې او سانسور دوام لري.
په راپور کې راغلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ؛ له هغه وخت راهیسې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې لړۍ دوام لري او ښځې د ژوند له هر اړخه څنډې ته شوې دي.
راپور زیاته کړې: «د طالبانو په واکمنۍ کې پر بیان ازادۍ، سوله‌ییزو راټولېدنو او د ښځو په سیاسي ګډون بندیزونه لګول شوي، له بل پلوه بدني سزاوې هم بېرته پیل شوې او د یوې خپلواکې قضایي قوې نشتوالي دغه مسلې نورې هم زیاتې کړې دي.»
په راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د مدافع ترینا ودود له قوله لیکل شوي دي:« زه حیرانه یم، چې څنګه نړۍواله ټولنه لاهم تمه لري چې طالبان به د بشري حقونو درناوی وکړي.»
هغې زیاته کړې، نړۍواله ټولنه په دې کې پاتې راغلې او هغه وخت رارسېدلی، چې یو معنی لرونکی اقدام وکړي.»
د هغې په وینا، یوازې د غبرګون په ډاګه کول، د دغه ډول جبر مخه نه شي نیولی؛ پیاوړي اقدام ته اړتیا ده او د نړۍ هېوادونه باید د دغو سرغړونو د پای ته رسولو په کار کې عملي ګام پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو