پاکستاني رسنۍ: له عربستانه کراچۍ ته رسېدلې د 'پي ای اې' الوتکې د سلو مساپرو بکسونه ورک کړي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲

د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي ای اې) یوې الوتکې چې د سعودي عربستان له جدې ښار څخه کراچۍ ته رسېدلې د سلو مساپرو بکسونه او سامان ورک کړي.
ویل کیږي، دغه سل تنه د عمرې حج له سفره راګرځېدلي حاجیان وو.

پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې نن سې شنبه د (لړم ۲۲مه) راپور ورکړی چې د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي ای اې) یوې الوتکې چې د سعودي عربستان له جدې ښار څخه کراچۍ ته رسېدلې د سلو هغو حاجیانو بکسونه او سامان ورک کړي چې د عمري حج له زیارت څخه راګرځېدلي وو.
په راپور کې راغلي چې دغه شرکت یوازې دغو حاجیانو ته د زم زم اوبه ورکړې او ورته ویلي یې دي چې نور بکسونه او سامان ترې په سعودي کې پاتې شوی.
هغه مساپر چې دغه شرکت یې سامانونه ورک کړي وايي له جدې څخه دغې الوتکې دوه ساعته ناوخته کراچۍ ته رسولي دي.
د ورځپاڼې په وینا، دغو سلو مساپرو حاجیانو د کراچۍ په هوايي ډګر کې د خپلو بکسونو د ور سپارلو لپاره څو ساعته انتظار کړی او بیا د پي ای اې شرکت چارواکو ورته ویلي، چې سبا به یې بسکونه او سامان ور وسپاري.
د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي ای اې) چې یو دولتي شرکت دی، په نړۍواله کچه تر نیوکو لاندې دی چې ټولې چارې یې د نړۍوالو اصولو خلاف روانې او مدیریت یې تر پوښتنې لاندې دی.
د مالي چارو کارپوهانو ویلي، چې دغه شرکت له ۱۹۸۷ کاله تر اوسه پورې یوازې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې ګټه کړې وه او له هغه وروسته په تاوان روان دی او دا اټکل کیږي چې هېڅ پاکستانی حکومت په دې نه دی توانېدلی چې دغه شرکت په ښه توګه اداره کړي.
له مالي بحران سره مخ د پاکستان هوايي شرکت پي ای اې د روان کال په پیل کې پلان درلود چې پر نورو هیوادونو دغه شرکت وپلوري.
ویل کیږي سعودي ،عربي اماراتو او قطر یې اخیستلو ته زړه ښه کړی و خو بیا بیرته د ناڅرګندو دلایلو له امله دغه کاره په شا شول.

نور خبرونه

رادیو