د افغانستان وروستی یهود زبولن سمنتوف د یوه یهودي بنسټ په مرسته د دوشنبې په ورځ اسراییل ته ورسېد.
د اسراییلي رسنۍ «کان» د راپور له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښاغلی سمنتوف ترکیې ته ولاړ او له درېیو کلونو وروسته د دوشنبې په ورځ اسراییل ته ورسېد.
ښاغلی سمنتوف واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته اړ شو، چې افغانستان پرېږدي او د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې په ترکیه کې پاتې شو.
هغه هماغه وخت د «کان ۱۱» خبري شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې هره ورځ له ګواښ سره مخ و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې یې له خپلې یوازیني عبادت ځای څخه ساتنه کوله؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان له پرېښودو پرته بله لاره نه وه ورپاتې.
زبولن سمنتوف د موتی کهانا په نوم د یوه امریکایي یهود په ملاتړ ترکیې ته لېږدول شوی و او د درېیو کلونو لپاره هلته پاتې شو. په دغه موده کې هغه امریکا ته د کډوالۍ په لټه کې و؛ خو له ځینو اداري ستونزو له امله و نه توانېد، چې هغه هېواد ته ولاړ شي.
هغه دارنګه په دغې مرکه کې اسراییل ته د تګ او د خپلو دوستانو د لیدو لېوالتیا ښودلې وه.
یهودي بنسټ چې اسراییل ته یې د سیمنټوف د کډوالۍ اسانتیا برابره کړې وه، د قضیې د جزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه کړې او ویلي یې دي، چې د هغه د ځانګړي وضعیت په اړه څه نه شي ویلای.