د افغانستان د مخکېني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني وايي د حکومت د پرځېدو پرمهال «د حمدالله محب په مشرۍ امنیت شورا سرحدي قومندانونو ته تلیفونونه کول، چې طالبانو ته تسلیم شي.»
حشمت غني په یوه ویډیوي پېغام کې زیاتوي پخوانی ولسمشر غني له امنیتي حالتو لرې ساتل شوی و.
په یوه ویډیوي کلپ کې حشمت غني د تېر حکومت د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې پخواني مشر محمود فضلي او د ولسمشرۍ دفتر پخواني رییس شاکر کرګر نومونه اخیستي دي.
حشمت غني ادعا کوي چې دغو کسانو اشرف غني له حالتو ناخبره ساتلی و.
دی زیاتوي د افغانستان د سقوط پرمهال دغو چارواکو د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره اړیکې درلودې او د هغه وخت د امنیت شورا دفتر له خوا سرحدي قومندانونو او ولسوالانو ته تلفونونه کېدل چې طالبانو ته تسلیم شي.
حشمت غني:« که تاسې له قومندانانو او ولسوالانو پوښتنه وکړئ چا ورته تلیفونونه کول؟ خو همدا شورا امنیت ورته تلیفونونه کول چې طالبانو ته تسلیم شئ.»
د اشرف غني ورور وايی چې پر دغو دریو ځوانانو ولسمشر غني اعتبار وکړ، خو دوی «وطن خرڅ کړ.»
حشمت غني زیاتوي په دې وروستیو کې دغه پخواني افغان چارواکي فعال شوي دي او اشرف غني په نامه اړیکې نیسي.
حشمت غني دا په ډاکه نه کړه چې له کومې ډلې او یا هم کوم هېواد سره د پخواني ولسمشر اشرف غني په نامه اړیکې نیول شوې دي.
پخواني ولسمشر اشرف غني هم له سقوط وروسته یوه مرکه کې وویل، زما هدایت دا و چې خوست ته لاړ شم خو محب راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی او زه نه بوهېدم چې چېرته ته روان یم.
د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني له ویډیوي پېغام څخه ۸ ساعته تېریږي خو تر دې دمه حمدالله محب، محمود فضلي او شاکر کرګر کوم غبرګون نه دی ښودلی.