ازادۍ جبهه: په تخار کې مو دوه طالبان وژلي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۱

د ازادۍ جبهه وايي، چې د دوشنبې په ورځ د تخار ولایت په مرکز تالقان کې یې د طالبانو په څلورمې حوزې برید کې دوه طالب جنګیالي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې جبهۍ د برید په اړه خپره شوې اعلامیې سره یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې چاودنه لیدل کیږي.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو