هند د افغانستان په ګډون د سویلي اسیا هېوادونو د مخابراتي مقرراتو غونډه کړې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۱

دې هندو ځايي رسنۍ وايي، د هند د مخابراتو د تنظیم ادارې په نوي ډیلی کې د مخابراتي مقرراتو په اړه د سویلي اسیا هېوادونو د غونډې کوربه توب وکړ.

په دې درې ورځنۍ غونډه کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه یو پلاوي هم ګډن کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو ترڅنګ د سریلانکا، بوتان، پاکستان، مالدیف او نیپاله هېواد استازو کډون کړی و.

د هند ځايي رسنۍ دې هندو په رپوټ کې راغلي، چې په کلنۍ شورا کې حاضرو طالب چارواکو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه خږ د سیمه ایزو همکاریو د سویلي اسیا ټولنی «سارک» ۷ نورو هېوادونو مخباراتي ادارو مسوولینو په دې غونډه کې خبري کړي دي.

د دوی د رپوټ له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مخابراتو د تنظیم د ادارې (اترا) رییس سید برات شاه اغا ندیم، د مخابراتو د څار او کنټرول رییس صبغت الله اندړ او د پروټوکول غړی روح الله ریحان په دې غوڼده کې کډون کړی و.

څو ورځې وړاندې کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې د مشر جې پي سینګ وروستی سفر له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو د مخ پر ودې پرمختګونو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو ورځو کې جي پي سنګ او د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې جلا جلا کتنې وکړې چې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

نور خبرونه

رادیو