لوګر کې د طالبانو محتسبانو اته تنه د «اخلاقي فساد» په تور نیولي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، چې د دې ډلې محتسبانو د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته تنه د اخلاقي فساد په تور نیولي دي.

دغه وزارت د امربالمعروف د قانون پر بنسټ په لوړ غږ د ښځو خبرې کول هم غیر اخلاقي ګڼي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت په لوګر کې د «اخلاقي فساد» په تور د نیولو شویو کسانو د هویت، بند او سزا په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبانو، چې د امربالمعروف د قانون له مخي د خلکو د نیولو تر څنګ يې ډېر واکونه تر لاسه کړي په ټول افغانستان کې يې په بېلابيلو تورنو د نارينه او ښځو نیولو ته دوام ورکړی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت تېره اوونۍ په کابل، فراه او کندهار ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «اخلاقي فساد» په تور نیولي وه.

تر دې مخکې د طالبانو امربالمعروف وزارت ويلي وه، چې د دغه وزارت محتسبان «شپه او ورځ هڅه کوي، چې په ناروا او غیر اخلاقي اړیکو کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو له دې وړاندې هم طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو