طالبانو په غزني ولایت کې درې کسان د لواطت په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان په دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند محکوم او په ۳۰ ـ ۳۰ دورو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې د مقام له تایيد وروسته پر تورنو کسانو پلي شوی دی.
د یادولو ده، چې په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې نن سهار هم د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې دغې ډلې د غزني ولایت په مُقر ولسوالۍ کې هم د «نامشروع» اړیکو په تور دوه نور کسان په دورو وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو نږدې دوو اونیو کې ۵۲ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دغې ډلې په غزني کې ۸، په ننګرهار کې هم ۸، په جوزجان کې ۲۲، په پروان کې ۶، په پکتیکا کې ۳، په کابل کې ۲، په وردګو کې ۱ او په تخار کې ۲ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یو کال وروسته دغې ډلې په هېواد کې په عام محضر کې د خلکو بدني سزاوې پیل کړي او تراوسه یې د لسګونو ښځو په ګډون سلګونه کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.
که څه د طالبانو دا چلند د بشري حقونو نقض بلل کېږي، خو دا ډله وایي چې د شریعت پر اساس او د خلکو د اصلاح په موخه تورن کسان په عام محضر کې مجازات کوي.