د اقلیمي تغییراتو په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوه.
د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دې غونډې اصلي موضوع ده. په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوه پلاوي هم ګډون کړی.
د باکو غونډه د دوشنبې پر ورځ د اقلیمي بدلونونو په پایله کې له طبیعي پیښو یو کال وروسته پرانستل شوه.
د اذربايجان د چاپيريال وزير او د کاپ ۲۹ رییس مختار بابايف د دې غونډې په پرانيستونکې وينا کې وويل، چې که نړۍ د اقليمي بدلونونو په تړاو جدي نه شي، له ویجاړیو سره به مخ شي.
هغه وويل: «ملګرو، موږ د بربادۍ پر لور روان يو، خو دا راتلونکې ستونزه نه ده، بلکې اقلیم لا دمخه بدل شوی».
هغه په غونډه کې له حاضرو مشرانو وغوښتل چې د راتلونکي لپاره نوې لاره پرانیزي.
د کاپ ۲۹ مخکیني رییس سلطان الجابر له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو د یووالي غوښتنه وکړه.
د یونیسکو د اقلیم مشر سایمون سټیل هم وویل چې ګډونوال باید د نوي نړیوال اقلیم په برخه کې د مالي مرستو په تړاو پرېکړو ته ورسیږي.
د باکو غونډې اصلي موضوع په مخ پر وده هېوادونو کې د اقليمي تغییراتو په تړاو د پروژو د ملاتړ لپاره له بډايو هېوادونو د يو ټريليون ډالرو وړانديز شوې کڅوړې په اړه بحث دی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کیږي چې د اقلیمي تغییراتو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن دی. سږ کال سېلابونو سلګونه کسان وژلي دي.
په ورته وخت کې افغانستان، چې تر ډېره په کرنه متکي دی، په تېرو څو لسیزو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.
د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، د اقلیم د بدلون د دفتر د چوکاټ کنوانسیون کاپ له ۲۰۲۱ کال څخه د افغانستان ګډون وځنډاوه او په حقیقت کې دغه هېواد له خبرو اترو څخه وویستل شو.
خو له درېیو کلونو وروسته د طالبانو پلاوي د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب په یوه مهمه نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.
یوې ډېپلوماتیکې سرچینې چې له دې مسلې سره اشنا دی رویټرز ته وویل چې اذربایجان د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکي د کاپ 29م غونډې ته د څارونکو په توګه رابللي ترڅو دوی وکولی شي "په احتمالي ډول په هر اړخیزو بحثونو کې برخه واخلي او د دوه اړخیزو غونډو فرصت ولري."
د دې سرچینې په وینا، له هغه ځایه چې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، نو چارواکي نه شي کولی د بشپړ غړیتوب په بهیر کې د ګډون لپاره اعتبارنامه ترلاسه کړي.
طالب چارواکو تر دې دمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډو او همدارنګه د چین او منځنۍ اسیا په غونډو کې ګډون کړی دی.
ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ له سپارلو ډډه کړې او د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، چې لوي علتونه یې د ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه یادېږي.