د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر وایي، چې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو په اړه د ګډ امنیتي تړون د غړو هېوادونو وروستۍ پرېکړه «خام او بې ګټې» پروګرام دی.
نوموړی وایي، چې امنیتي کمربند نه شي کولی د ترهګرۍ، د نشه یي توکو د قاچاق او له افغانستانه د غیر قانوني کډوالۍ مخه ونیسي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو اعلان وکړ، چې د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د دغه هېواد په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو ملاتړ کوي.
د دغه سازمان اجرایي کمیټې د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان شاوخوا کې د امنیتي کمربند پر جوړېدو ټينګار وکړ.
د دغه اقدام موخه د نشه یي توکو د قاچاق، د سیمې هېوادونو ته د ترهګرو د ننوتلو او همداراز د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوی بلل شوی دی.
کریم خُرم زیاتوي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه باید د امنیتي کمربند د طرحې د جوړېدو پر ځای د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره یوه تګلاره وړاندې کړي.
د نوموړي په خبره: «زما له نظره دا ناسم سیاست دی. که په ریښتیا له افغانستانه دغه ګواښونه شته، نو امنیتي کمربند یې مخه نیولی نه شي.»
ښاغلي خُرم د شنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي: «د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په اړه طرحه ولري او په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي، هغه کار چې تر اوسه یې نه دی کړی.»
د ګډو هم ګټو خپلواکو هېوادونو سرمنشي سرګي لبدف په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د افغانستان شاوخوا کې د امنیتي کمربند جوړېدل به په سیمه کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه کم کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن دي، چې په افغانستان کې شته ترهګرې ډلې د دوی هېوادونو ته خپل نفوذ وغځوي.
د یادولو ده، چې په ۲۰۲۲ کال کال د تاجکستان ولسمشر د افغانستان شاوخوا ته د امنیتي کمربند طرحه وړاندې کړې وه.
په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت پراختیا د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي دي.
دغه هېوادونه د داعش او د منځنۍ اسیا د رادیکال اسلامپالو له ګواښونو څخه وېرېږي.