د طالبانو استازي په تهران کې د «نصرالله مکتب» په کنفرانس کې ګډون وکړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

په تهران کې د طالبانو استازي فضل محمد حقاني د (لړم په ۱۹مه) په تهران کې د «نصرالله مکتب» په کنفرانس کې ګډون وکړ.

دغه کنفرانس د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د وژل کېدو د څلویښتمې ورځې پوره کېدو په مناسبت جوړ شوی و.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې دغه کانفرنس د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزارت او د اسلامی ثقافت او اړیکو د ادارې په ګډې همکارۍ په تهران کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په تالار کې جوړ شو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه کنفرانس کې د حسن نصرالله «بیلابیل فکري او علمي اړخونه او د مقاومت د راتلونکو مشرانو د الګو تشریح کولو په موخه» وڅېړل شول.

حسن نصرالله د روان کال په تله میاشت کې د بیروت په سویل کې د اسراییلي پوځ په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو د لبنان د حزب الله د عمومي مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او چوپه خوله پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو