د شکنجې ضد نړیوال سازمان: د طالبانو په زندانونو کې ښځې او نارینه لا هم ربړول کیږي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

د شکنجې ضد نړیوال سازمان د بشري حقونو همغږواله سیبیل ماني افغانستان ته له سفر وروسته وویل، چې د طالبانو په زندانونو کې لاهم نارینه او ښځې شکنجه کیږي.

ماني وويل، هغه نارينه او ښځې چې په افغانستان کې يې د طالبانو پر تګلارو نيوکې کولې، بنديان شوي او ربړول شوي دي.

د سویس انفو راپور ورکړ، چې د شکنجې پر وړاندې د بشري حقونو همغږي کوونکې د اګست په پای کې افغانستان ته سفر وکړ او د اوونیز ماموریت په ترڅ کې یې د سیمه ییزو او نړیوالو نادولتي موسسو، ښځو او پخوانیو بندیانو سره وکتل.

د لیدنې موخه د بشري حقونو د اوسنیو ننګونو او د مدني فضا د وضعیت څېړل دي.

ماني رسنیو ته ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان له هر ډول شکنجه او ناوړه چلند سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، چې د طالبانو نوي مقررات چې د ښځو لپاره د اجباري مخ او بدن پټول په کې شامل دي، د دوی شخصي ازادي په کلکه محدودوي او ښځې نشي کولی یوازې سفر وکړي او پرته له حجابه دولتي دفترونو ته له ننوتلو منع دي.

سیبیل ماني همداراز ټینګار وکړ، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او حتی نارینه یې اړ کړي چې خپلې مېرمنې "کنټرول" کړي.

هغې يادونه وکړه، سره له دې چې د طالبانو مشر د شکنجې د منع کولو ادعا کړې، پخواني بنديان د دې ډلې په زندانونو او د پوليسو په زندانونو کې د شکنجې تجربې راپور ورکوي.

یوې افغانې مېرمنې ماني ته وویل چې د یوه خصوصي کلینیک د خاوندې په توګه ښځو ته د روغتیايي کیټونه او د کورنۍ د پلان جوړولو د کورسونو له ورکړې منع شوي دي او اوس باید دا خدمتونه د روغتیايي دفتر له لارې خاوندانو ته وړاندې شي.

ماني د ښځې په حواله وویل، «ډیری نارینه د داسې کار په منلو کې شرم احساسوي، او له همدې کبله ډېرې ښځې دغو کیټونو ته لاس نه پیدا کوي»

هغې د طالبانو له خوا د افغان ښځو د توقیف د لاملونو په اړه وویل، «ډیری قضیې په اړیکو پورې اړه لري. دا د یوې ښځې لپاره جرم دی چې خپل میړه پریږدي او ښځه د دې لپاره نیول کیدی شي او په عامه توګه په وهل کیږي.

د شکنجې پر وړاندې د بشري حقونو همغږي کوونکې نړیواله اداره ټینګار کوي چې نارینه په طالبانو د نیوکې او یا د دغې ډلې پر ضد د اعتراضونو په خاطر نیول کېږي او په زندانونو کې د شکنجې او د مرګ د ګواښونو راپورونه هم شته.

.

نور خبرونه

رادیو