د حزب الله د بې پيلوټه الوتکې له برید وروسته نتانیاهو د خپل دفتر ځای بدل کړی

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۱

د اسراییل ۱۲ کانال راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د حزب‌الله له خوا په قيصريه کې د هغه پر شخصي استوګنځي د ډرون بريد وروسته خپل پخوانی دفتر نه کاروي او اوسمهال هغه دفتر ته چې د ځمکې لاندې دی، انتقال شوی دی.

نوموړي دا کار د اسراییل د امنیتي چارواکو د لارښوونې پر اساس کړی دی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر څه موده مخکې ویلي و، چې د نتنیاهو پر استوګنځي د حزب الله بې پېلوټه الوتکې برید کړی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر همداراز ویلي و، چې یوې بې پیلوټه الوتکې د قیصریه په شمالي ښارګوټي کې د بنیامین نتنیاهو شخصي کور په نښه کړ.
د راپورونو له مخې، نتنیاهو او د هغه مېرمن د برید پر مهال په کور کې نه وو.
دغه برید په غزه کې د حماس د مشر یحیا سنوار له وژل کېدو دوه ورځې وروسته وشو.
د نتنیاهو د امنیت په اړه اندېښنې تر هغه وروسته زیاتې شوي، چې اسراییل په وروستو میاشتو کې د حماس او حزب الله ډلې لسګونه لوړپوړي چارواکي ووژل او دغه راز یې پر ایران هم برید وکړ.
ایران بیا خبرداری ورکړی، چې د اسراییل د بریدونو ځواب به هرو مرو ورکوي.

نور خبرونه

رادیو