د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د یو جومات په پرانېست غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې دغه ډله له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي، خو پر دیني او ملي ارزښتونو معامله نه کوي.
د طالبانو د ارګ په اېکس پاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله لیکل شوي، چې یادې ډلې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته لسګونه جوماتونه جوړ کړي دي.
د نوموړي په خبره، طالبان د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له ټولو افغانانو او هېواد څخه دفاع کوي.
مولوي کبیر ادعا کوي، چې دغه ډله د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له ډېرو هېوادونو ښې اړیکي لري.
که څه هم طالبانو له ډېر شمېر هېوادونو سره د ښو اړیکو خبره کوي او د سیمې له ځینو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې هم لري، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
اخوا بیا طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د لسګونو جوماتونو د جوړولو خبره کوي، چې یادې ډلې په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې د جوماتونو په ګډون لسګونه دیني مدرسې هم جوړې کړي دي.
ډېری افغانان په دې باور دي، چې د افغانستان د خلکو اقتصادي شرایطو ته په کتو سره طالبانو باید په داسې ځایونو کې پانګونې او بیا رغونې وکړي، چې د خلکو ژوند او راتلونکی ورسره تضمین شي.
دوی دغه راز په وار - وار سره د دیني مدرسو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي، چې په هېواد کې دیني مدرسې افراطیت ته زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو بیا د ښوونځیو پر ځای دیني مدرسو ته پاملرنه زیاته کړې ده او د دغې ډلې د پوهنې وزارت د روان کال د وږي په میاشت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زده کړو» مرکزونه فعالیت کوي، چې په دغو مرکزونو کې ټولټال درې ميليون ۶۸۷ زره او ۲۰۰ زده کوونکي په زدهکړو بوخت دي.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو وخت ناوخته ویلی، چې په جهادي مدرسو سره به په افغانستان کې د جهاد مفکوره ژوندۍ وساتل شي.
د مدرسې له نوم څخه د افغانانو په ګډون د نړۍ د ډېر شمېر هېوادونو وېره تر هغه وروسته زیاته شوې ده، چې په طالبي مدرسو کې له کلونو راهیسې زرګونه ځانمرګي بریدګر روزل شوي دي او د راپورونو له مخې؛ دا لړۍ همداراز دوام لري.