د مقاومت جبهې د شمیرو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې ۲۶ طالبان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

د مقاومت جبهې په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو او د ۱۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د دغې جبهې د جلا جلا خبرپاڼو له مخې، یاد شمېر طالبانو ته په کابل، هرات، بغلان، پروان، بدخشان او فراه ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د مقاومت جبهې د تېرو لسو ورځو عملیاتو ته کتنه کړې، چې دغې جبهې په بېلابېلو عملیاتو کې شپږ طالبان په کابل کې وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.
دغه راز د مقاومت جبهې ځواکونو بیا د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۰ طالب جنګیالي وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.
د مقاومت جبهې د خبرپاڼو له مخې، دغې ډلې بیا د پروان، بغلان، بدخشان او فراه ولایتونو په مختلفو سیمو کې د طالبانو لس غړي وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي دي.
سره له دې چې د کابل په ګډون له ځینو ولایتونو څخه عیني شاهدان د یو شمېر بریدونو خبر ورکوي، خو طالبانو بیا د مقاومت جبهې د دغو عملیاتو په وړاندې هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د خپلو غړو مرګژوبله منلې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې دغه ادعاوې تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی او د دغو بریدونو پړه ډېری وخت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې لانګ وار جورنال مجلې لیکلي و، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا مقاومت د زیاتېدو په حال کې دی، خو تر اوسه د طالبانو د حکومت لپاره کوم ګواښ نه دی.
د دې مطلب لیکونکي د مقاومت ډلو د بریدونو د ارزښت په اړه لیکلي و، چې د مقاومت جبهه د مبارزې درېیم پړاو ته ننوځي او په پام کې لري، چې په ټول افغانستان کې خپل عملیات پراخ کړي.
د مقاومت جبهې د ملاتړ مرکز چې د افغانستان په شمال کې ده وایي، چې د افغانستان په اړه د خپل ډېموکراتیک، غیر متمرکز او څو اړخیز لید د تحقق لپاره پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.
طالب چارواکو بیا په وار - وار سره ویلي؛ امریکا او ملګرو یې ډاډ ورکړی چې د طالبانو پر ضد د وسله والې مبارزې ملاتړ نه کوي.
سره له دې چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې کېږي او له دې وضعیت څخه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه اندېښمن شوي دي، خو طالبان وایي چې دوی د افغانستان په خاوره کې هېڅ یوې ډلې ته ځای نه دی ورکړی او نه هم له دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښېږي.

نور خبرونه

رادیو