اېکسپرېس ټرېبیون: وزیرستان کې له پوځ سره په جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د پوځ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېره ورځ په وزیرستان کې د جګړې پر مهال شپږ وسله وال وژلي او یو شمېر یې ټپیان کړي.

ويل کیږي دغه وسله وال د ډیورند له کرښې د وزیرستان لور ته اوښتل.

اېکسپرېس ټرېبیون د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۹مه) ویلي چې یوې ډلې وسله والو پلان درلود چې د افغانستان له لورې له ډیورنډ کرښې د شمالي وزیرستان سپین وام ولسوالۍ ته واوړي، د پاکستان د پوځ له لوري پرې برید شوی چې له امله یې شپږ وسله وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي.

پاکستاني سرچینو په دغې جګړه کې پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني امنیتي سرچینو اېکسپرېس ټرېبیون ته ویلي، چې دغه وسله وال د حافظ ګلبهادر اړوند و او غوښتل یې چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.

تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ په سویلي وزیرستان پر پاکستان پوځ د ټي تي پي په برید کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي و او پنځه ټپیان وو.

دغه برید داسې مهال کیږي چې بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې تیره ورځ د یوه ځانمرګې پرید په پایله کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور یې ټپیان کړي.

نور خبرونه

رادیو