د غزې په شمال کې پر یو کور د اسراییل په برید کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

رویټرز د غزې د روغتیایي چارواکو په حواله وايي، چې د غزې په شمال کې پر یو کور د اسراییل په برید کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا او د حماس رسنیو د وژل شویو کسانو شمیر ۳۲ تنه یاد کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې چې رویټرز هم خپاره کړي ښيي، چې په روغتون کې شاوخوا یوولس مړي په کمپلو کې نغښتي او په ځمکه اېښودل شوي دي.
د پېښې عیني شاهدان وایي، چې اسراییلي ځواکونو په هغې ودانۍ برید کړی، چې په کې لږ تر لږه ۳۰ کسان اوسېدل.
د دوی په خبره، له برید مخکې هېڅ ډول خبرداری ورکړل شوی نه و.
د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا او د حماس رسنیو د وژل شویو کسانو شمیر ۳۲ تنه یاد کړي دي.
د اسراییل پوځ بیا حماس په دې تورنوي، چې د ملکي خلکو له کورونو څخه د پټنځایونو په توګه کاروي، خو حماس دغه ادعاوې ردوي.
اسراییل نړۍوالو رسنیو ته اجازه نه ورکوي، چې په غزه کې په خپلواکه توګه فعالیتونه وکړي او دا د دې لامل شوی چې د پېښو د تاییدي او څرنګوالي په برخه کې رسنۍ له ستونزو سره مخ شي.
د جګړو له پیل راهیسې اسراییل کابو ۲ میلیونه او ۴۰۰ زره کسان په غزه کې محاصره کړي دي، چې ډېری یې بې له خپلو اصلي استوګنځیو بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو