په حوثیانو پورې تړلو رسنیو چې ایران یې ملاتړ کوي، په صنعا، عمران او څو نورو سیمو کې چې د حوثیانو تر واک لاندې دي، د دغې ډلې پر مرکزونو د امریکا او برېتانیا د بریدونو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې د حوثیانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه شوي.
حوثیانو ویلي، امریکايي او برېتانوي ځواکونو په صنعا درې بریدونه کړي او په ګڼو سیمو کې یې پوځي اډې او د وسلو ګودامونه په نښه کړي دي.
حوثیانو تر اوسه پورې د احتمالي زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې، خو دا تاییدوي چې چاودنې زورورې وې.
دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د یمن حوثیانو ګواښ کړی چې پر اسراییلي کښتیو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
دغې ډلې ټینګار وکړ چې د اسراییل د بېړیو د ملکیت بدلون په رسمیت نه پېژنی او دغه موضوع به د دغو بېړیو په نښه کولو کې د حوثیانو په پالېسۍ کې بدلون رانه ولي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له شدت وروسته، حوثیانو په تیرو میاشتو کې په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له ګواښ سره مخامخ کړ.
د دغو بریدونو لمن د هند تر سمندر پورې هم پراخه شوې ده.