د لبنان د روغتیا وزارت وویل، د روانې جګړې له پیله د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷نېټې راهیسې پر لبنان باندې د اسراییل د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳ زره او ۱۳۶ کسان وژل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۳ زره او ۹۷۹ کسان ټپیان شوي دي.
په دې شمېرو کې د ولسي وګړو او د حزب الله د غړو تر منځ کوم توپیر نه دی شوی.