د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لوړپوړي سلاکار ویلي، چې د دې هېواد د نوې ادارې لپاره د اوکراین د بایللو سیمو له تر لاسه کولو سوله لومړیتوب لري.
براین لانزا ویلي، چې د ټرمپ اداره به د اوکراین له ولسمشر څخه د سولې لپاره یو "واقعی لیدلوری" وغواړي.
د نوموړي په وینا: «که ولادیمیر زېلېنسکي مذاکرات وکړي او ووايي چې دوی یوازې هغه وخت سولې ته رسېدلی شي، چې کریمیه ترلاسه کړي، نو دا موږ ته ښيي چې نوموړی د جګړو د پایته رسېدو لپاره جدي نه دی.»
ښاغلي لانزا همداراز زیاته کړې، چې که د اوکراین لپاره د کریمیه سیمې بېرته ترلاسه کول لومړیتوب وي او په دې موخه امریکایي ځواکونه جګړو ته کاږل کېږي، نو اوکراین به یوازې پرېښودل شي.
د ډونالډ ټرمپ دغه لوړپوړی سلاکار وایي: «لومړیتوب سوله او د وژنو درول دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین له امریکا څخه د عصري وسلو او په روسي اهدافو د دې وسلو د کارولو اجازه غوښتې ده، خو امریکا تر اوسه د دغو وسلو د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
زېلېنسکي تر دې وړاندې هم له لوېدیځو هېوادونو غوښتي و، چې د روسیې په خاوره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د بریدونو ممنوعیت لغوه کړي.
اخوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا خبرداری ورکړی، چې که امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه د روسیې په خاوره د برید لپاره له اوکراین سره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو مرستې وکړي، مسکو به ددې کار ځواب ورکړي.
واشنګټن بیا تر اوسه په رسمي او عمومي توګه د اوکراین د دې غوښتنې په اړه موافقه نه ده کړې.
د یادولو ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې پر اوکراین پوځي عملیات پیل کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه خونړۍ نښتې روانې دي.
د جګړې له پیل راهیسې، روسیې د اوکراین شاوخوا یو پر پنځمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د ډونالډ ټرمپ بریا دا هیلې را منځته کړي، چې ګواکي نوموړی به د اوکراین روانې جګړې پایته ورسوي.