فرانس پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې ۱۴ پاکستاني نظامیانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.
دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده. د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه واخیسته.
فرانس پریس خبري اژانس ته د پاکستاني پولیسو یو افسر محمد بلوچ د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۴ پاکستاني نظامیانو وژل کېدل تایید کړي دي.
په کوټه کې د ځايي روغتون ویاند ایکسپریس نیوز ځايي رسنۍ ته د ۵۰ تنو ټپي کېدل منلي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټونو پلورنځي ته څېرمه شوې ده.
په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پېښه ځانمرګی برید و.
په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلی. دې ډلې اعلان کړی چې دا یو ځانمرګی برید و.
د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند جیند بلوڅ ویلي چې د دغه برید هدف د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.
د پاکستان د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.