رویټرز: د امریکا په غوښتنه، قطر د حماس چارواکو ته ویلي چې له هغه هېواده دې ووځي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۹

د رویټرز خبري اژانس د امریکا د یو جګپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن قطر ته ویلي په دوحه کې د حماس پاتې کېدل نور ورته د منلو نه دي.

د دغه راپور له مخې قطر ۱۰ ورځې وړاندې د حماس مشرانو ته ویلي و، چې نور دې له هغه هېواده پښې سپکې کړي.
رویټرز د امریکا د یو جګپوړي دولتي چارواکي له خولې راپور ورکړی، حماس له هغې وروسته چې په وروستیو اونیو کې یې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وړاندیز رد کړ، امریکا قطر ته وویل چې نور په دوحه کې حماس نه شي زغملای.
د دغه امریکایي په خبره؛« د یرغمل شویو د خوشې کولو د بیا، بیا ردولو وروسته د دغې ډلې مشران باید په هغو هېوادونو کې پاتې نه شي، چې له امریکا سره ملګرتیا لري. دغه خبره مو د یرغمل شویو د خوشې کولو له وروستي وړاندیز د ردېدړ وروسته په روښانه توګه له قطر سره شریکه کړه.»
د دغه چارواکي په خبره، قطر شاوخوا لس ورځې وړاندې د حماس مشرانو ته دغه خبره رسولې ده.
د رویټرز د راپور په بنسټ، واشنګټن دا مهال په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو د وخت ټاکلو پر سر خبرې کوي او د یرغمل شویو د خوشې کولو له وروستي وړاندیز د ردېدو وروسته یې ویلي، نور د دې وخت رارسېدلی چې په دوحه کې د دغې ډلې دفتر وتړل شي.
د حماس ډلې درې تنو چارواکو رویټرز ته ویلي، دوی دا نه مني چې قطر دې ویلي وي چې هغوی دې له دغه هېواده ووځي.
تېر کال یو امریکایي چارواکي ویلي و، چې قطر واشنګټن ته ویلي و چمتو دی چې د غزې له جګړې وروسته به د حماس حضور په هغه هېواد کې بیا له سره وارزوي.
قطر په سیمه کې له ناټو ټلوالې د باندې د واشنګټن سره ښه او اغېزناک ملګری پاتې شوی، چې د ۲۰۱۲ کال وروسته یې د حماس مشرانو کوربه‌توب کړی.
د اکټوبر د اوومې له بریدونو وروسته، پر قطر د امریکا او اسراییل نیوکې له دې امله زیاتې شوې چې له حماس سره نېږدې اړیکي پالي.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، تېر کال څو، څو ځلې ویلي و چې په دوحه کې د حماس دفتر د خبرو اترو لپاره پرانیستل شوی او تر هغې چې دغه ګټور کانال وي، قطر به د حماس دفتر ته اجازه ورکړي چې له هغه ځایه خپلې چارې پر مخ یوسي.

نور خبرونه

رادیو