د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرزي هالوي وویل، چې د غزې د تړانګې په شمال کې په جبالیا کې د دې هېواد د ځواکونو عملیات د "اسراییلي ملکي وګړو خوندیتوب او د یرغمل شویو بیرته راستنیدو" په موخه ترسره کیږي.
هغه په جبالیا کې له میشتو اسراییلي پوځیانو سره په کتنه کې وویل: «موږ حماس ته څرګند پیغام ورکوو؛ اسراییلي پوځ نه ستړی کیږي.»
هالوي زیاته کړه، چې په جبالیا کې د اسراییلي پوځ له عملیاتو درې اونۍ وروسته، څه باندې زر "ترهګر" وژل شوي او زر نور "ترهګر" نیول شوي دي چې دا یوه "د پام وړ لاسته راوړنه" ګڼل کیږي.